From July 7 to late August, the 10th Avenue Square section of the High Line will be closed due to construction. Please note the following changes to access. You can also learn more on our blog >
Elevator access: Visitors traveling north will need to exit at 14th Street, walk along the street, and reenter at 23rd Street. Visitors traveling south will need to exit at 23rd Street, walk along the street, and reenter at 14th Street.
Stair access: Visitors traveling north will need to exit at 16th Street, walk along the street, and reenter at 17th Street. Visitors traveling south will need to exit at 17th Street, walk along the street, and reenter at 16th Street.
Join or renew today at the Spike ($60) level or higher to get our limited-edition Dinosaur tote bag, among other exclusive member benefits!
Sign up for the High Line newsletter for the latest updates, stories, events & more.
د سپر (Spur) په های لاین (High Line) کې، په 30 م سړک. او 10مه کوڅه.
های لاین ارټس دوهم های لاین پلېنت کمېسیون وړاندې کوي، بې عنوانه (بې پیلوټه الوتکه) د هنرمند سام ډیورنټ له لوري، کوم چې به اګست 2022 پورې نندارې کې وي. د 25- فوټه لوړ فولادي ستنې باندې د تجرید شوې بې پیلوټه الوتکي په بڼه په لویه کچه د فایبر ګلاس څخه جوړه شوې مجسمه د نوی، پیاوړی، د تفکر وړ هنري کار کوم چې د نن ورځې ځینې تر ټولو مهم بحث رامنځته کوي او پراخوي د های لاین ارټس د ماموریت ادامه دی.
دغه کار سره، ډیورنټ غواړي د متحده ایالاتو له لوري په قصدي ډول مبهم بې پیلوټه الوتکې تلپاتې جګړه څرګند کړي، او عامو خلکو ته یادونه وکړي چې بې پیلوټه الوتکې او څارنه د ډېرو هغو خلکو چې له امریکا څخه بهر – او دننه – ژوند کوي په ورځنۍ ژوند کې يي یوه تراژیدي او په ژوره توګه شتون لري. څرنګه چې دا درې کاله وړاندې وټاکل شو، بې عنوانه (بې پیلوټه الوتکه) تړاو يي یوازې نور هم زیات شوی دی. موږ نه یوازې د نړیوالې بې پیلوټه الوتکې جګړې بلکه د کورنۍ څارنې فعالیتونو کې هم چې د متحده ایالاتو د ګمروکونو او سرحدونو ساتنې لخوا ګومارل شویو نظامي بې پیلوټه الوتکو له لوري ترسره کېږي او د تحقیقاتو فدرالي ادارې او قانون پلي کوونکو ادارو له لوري د فعالانو د څارنې د زیاتېدا هم شاهدان یو. په ورته وخت کې، بې پیلوټه الوتکې په ورځنۍ ډول بشري موخو، لکه منزوي شویو موقعیتونو ته د توکو او درملنې لېږد، د ماین لرونکو سیمو سروې، او د ځنګلونو اور چې منظرې يي ویجاړي کړي کنترولولو لپاره هم کارول کېږي.
د سایمون لای (Simone Leigh) دبرېک هاوس ترڅنګ، کوم چې پسرلی 2019 څخه تر پسرلی 2021 پورې نندارې کې و، د ډیورنټ کار د12هنري کارونو لنډ لېست څخه انتخاب شوي ول – چې د 50 سپارنو څخه انتخاب شوي ول – کوم چې لومړی او دوهم های لاین پلېنت کمېسیونونو لپاره 2016 کې وړاندیز شوی و.
د بې عنوانه (بې پیلوټه الوتکه) لپاره به د مجمسې نندارې سره یو ځای د عامه ښکېلتیا پراخه پروګرام وړاندې شي.
لاندې: له هنرمند سره وېډیويي مرکه وګورئ. یوازې انګلیسي.
د هنرمند ژوند لیک
سام ډیورنټ په 1961 کې سیاټل، واشنګټن کې زېږېدلی دی او په برلېن، جرمني کې ژوند او کار کوي. وروستي نوي پروژې او انفرادي نندارې يي په نړیواله کچه AroS میوزیم، ارهوس، ډنمارک (2020)؛ بلوم او پو، لاس انجلس (2020)؛ پاولا کوپر ګالري، نیویارک (2020)؛ لایبریري سټریټ کولېکټېف، ډېټرویټ (2019)؛ مېلډرېډ لېن کېمپر د هنرونو میوزیم، سنټ لوېس (2015)؛ د لاس انجلس ولسوالۍ د هنرونو میوزیم، لاس انجلس (2014)؛ او عصري هنرونو میوزیم (MACRO)، روم، اېټالیا (2013) کي وړاندې شوي دی. د پام وړ عامه کمېسیونونو کې د میټینګ هاوس، عامه ځایونو کې د معتمدینو د هنر پروژه، کانکورډ، ماساچوسېټ (2016)؛ لابرېنت، د دیوالي نقاشۍ هنرونه، فلاډلفیا (2015)، او # میوزیم څه دی، د ګېټي مرکز، لاس انجلس (2013). د نوموړي کارونه په معاصر کوپنهاګن، ډنمارک (2020)؛ تاریخي میوزیم فرانکفورټ/اصلي، فرانکفورټ، جرمني (2019)؛ MOCA کې معاصر جېفېن، لاس انجلس (2016)؛ فنډاسیون/کولېسیون جومېکس، مکسیکو سېټي، مکسیکو (2013)؛ او د معاصرو هنرونو میوزیم، نیویارک (2011) ډله ییز نندارتونونو ته وړاندې شوی دي. د نوموړی کارونه د ډاکومېنټا 13، کاسل، جرمني (2012) او وېتني بینایل، وېټني د امریکايي هنرونو میوزیم، نیویارک (2004) په ګډون نړیوالو نندراتونونو ته هم وړاندې شوی دي. د نوموړی کار په نړیواله کچه د ټېټ، لندن، انګلینډ؛ وېټني د امریکايي هنرونو میوزیم، نیویارک؛ د معاصرو هنرونو میوزیم، لاس انجلس؛ د عصري هنرونو میوزیم، نیویارک؛ او د عصري هنرونو ملي میوزیم، ګېنټ، بلجیم په ګډون سترو کلکسیونونو ته وړاندې شوی دی.
تاسې کولی شئ لومړی کس واوسئ چې های لاین ته راتلونکو نویو او په زړه پورې هنري کارونو څخه خبرېږئ. د های لاین ارټس خبري مجلې لپاره نوم لیکنه وکړئ.
های لاین پلېنت لپاره ستر ملاتړ د های لاین پلېنت کمېټې غړو او معاصرو هنري رهبرانو له لوري چې ستر وړاندیزونه په حقیقت بدلولو ته ژمن دي او د پلېنت عامه بریا کې ښکېل دي له لوري وړاندیز کېږي: شېلي فاکس، ارونز او فېلېپ اي. ارونز، جېنېفر او جانتن الن سورس، الېزابت بېلفر، سوزان ډیل بوت، فېیرفکس ډورن، سټیف اېلس، کېریان فلېن، انډي او کرېسټین هال، هېرمان ریګرل هېلر او ډېوېډ بي هېلر، جې ټومېلسن او جېنن هېل، د هولي پیټرسن فونډیشن، اني هببارډ او هاروي شوارټز، میونګ لي او نایل سېمپکېنس، ډوروټي لېچنسټاین، امانډا او ډان مولېن، ډوګلس اولېور او شیري بروس، ماریو پلومبو او سټېفن ګارګیلو، سوزن او سټېفن شېر، سوزن او ډېوېډ وېنیار، او بې نومه.